له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اوومه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول.
دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو د رامنځته کولو، د تشبثاتو د مرکزونو د ایجاد، د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړولو، د کورنیو تولیداتو د پروسس او بستهبندۍ، د صادراتو د پراختیا او یوشمېر نورو برخو اړوند وو. دغه لومړیتوبونه د هېواد د اقتصادي ودې د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د کاري فرصتونو د ایجاد او تولیدي بنسټونو د ملاتړ په پام کې نیولو سره مشخص شوي، څو د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاستالوزراء له اقتصادي معاونیت او صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه وکړه، چې دغه لومړیتوبونه یې له دوی سره شریک کړل. هغوی زیاته کړه چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.
