ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار کې د «سنو فارما» د درملو له تولیدي فابریکې لیدنه وکړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۳۶
Snow

نېټه: د 2022 کال د مې 6مه

د رياست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په ‎کندهار کې د "سنو فارما" د درملو تولیدي فابریکه کې له یوشمېر پانګوالو او سوداګرو  سره وکتل او هغوی یې په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول. د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په کندهار کې د درملو د دومره لويې او معیاري فابریکې شتون د ټولو هېوادوالو لپاره د وياړ ځای یاد کړ او زياته یې کړه، چې د"سنو فارما"د درملو توليدي فابریکه به تر ډېره د دې سیمې لپاره د درملو ستونزه حل کړي او هم به یې درمل تر نورو هېوادوالو پورې ورسېږي.

په دغه کتنه کې پانګوالو او سوداګرو له ملا عبدالغني برادر اخوند سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځينې ستونزې شریکې کړې او له اسلامي امارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال پانګوالو او سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي او له هغوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS