ضمیر کابلوف: چمتو یو چې په افغانستان کې لویې اقتصادي پروژې پيل کړو

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۲:۳۵
Zamir Kabluv

نېټه: د 2022 کال د مارچ 24مه

د رياست‌الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په چهارچنار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي "ضمير کابلوف" او مل هيئت سره وکتل. محترم ملاصاحب په بشري او امنيتي برخو کې د روسيې له مرستو مننه وکړه او په نړيوالو فورمونو او د ملګرو ملتونو په وروستۍ ناسته کې یې د ا.ا.ا. په اړه د روسي استازي له څرګندونو ستاينه وکړه.

د روسي هیئت مشر ضمير کابلوف وويل، افغانستان ته یې له دې سفر یوازینۍ موخه د دواړو هیوادونو د اړیکو پیاوړي کول او په هغو برخو کې ګډ کار کول دي، چې افغانستان ورته تر نورو ډېره اړتیا لري.

ښاغلي کابلوف زیاته کړه، له تخنیکي بحثونو وروسته به ژر د هغو پروژو عملي کار پيل کړي، چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لوبولی شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

BACK TO NEWS