د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۷:۱۹
Deputy PM for Economic Affairs Meets with Deputy PM of the Russian Federation

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه، د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د روسيې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي الکسي اوورچوک او مل پلاوي سره ولیدل.
د دې لیدنې پرمهال د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې او عملي همکاریو په اړه خبرې وشوې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې افغانستان د مهم جغرافیوي موقعیت او غني طبیعي سرچینو په درلودلو سره د اقتصادي ودې او ګډې پانګونې لپاره پراخ ظرفیتونه لري. له همدې امله روسي پانګوالو او شرکتونو ته د کانونو، نفتو او ګازو، انرژۍ، صنعت، کرنې، روغتیا، مخابراتو او زېربناوو په برخو کې د پانګونې بلنه ورکوو.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د زیاتوالي په موخه د روسیې بازارونو ته د افغان صادراتو د اسانه لاسرسي موندلو، د ترانزیټي او ترانسپورټي لګښتونو کمولو او ګمرکي مراحلو په ساده کولو کې د روسیې فدراسیون همکاري مهمه وبلله.
د دې لیدنې په ترڅ کې روسیې ته د افغان کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول جلغوزیو، زعفرانو، انارو، انګورو او پنبې د صادراتو زیاتوالي او افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله روسي ویزو په ورکولو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وشوه.
ورپسې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي اوورچوک خبرې وکړې. هغه خوښي څرګنده کړه چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي، چې مهمې هغه یې د سراسري امنیت ثبات، د زېربنايي پروژو تطبیق، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او همدا ډول په مالي او بانکي برخو کې د منظمو اصلاحاتو راوستل دي. ښاغلي اوورچوک وویل چې د روسیې فدراسیون افغانستان خپل مهم سیمه‌ییز شریک هېواد ګڼي او په همدې موخه په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزو برخو د همکاریو پراختیا ته لېواله دی.
نوموړي وویل، په وروستیو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته شوې او د لا پراختیا لپاره یې روسي لوری د افغان کرنیزو محصولاتو د لا زیات پېر ته چمتو دی.
د روسي پلاوي مشر ښاغلي اوورچوک زیاته کړه، چې روسیه په افغانستان کې د کانونو استخراج، برېښنا او درملو تولید، صنعت، زېربنا، کرنې، روغتیا او همداراز نورو برخو کې پانګونې او اقتصادي همکاریو ته چمتو ده. 
د یادونې وړ ده چې د روسي پلاوي په ترکیب کې د بېلابېلو فدرالي وزارتونو او ادارو استازي، پانګوال، سوداګر او صنعت‌کاران کابل ته راغلي، چې شمېر یې ۱۳۰ تنو ته رسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۷:۱۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه، د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د روسيې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

د سوالګرۍ د مخنیوي په اړه له تمویلوونکو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست له لوري، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د سوالګرۍ د مخنیوي په موخه د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو. . .

BACK TO NEWS