د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ځانګړې اوونۍ د نمانځلو په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غونډې ته په وینا کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو مننه وکړه، چې د طبیعي پېښو پرمهال له زیانمن شوو هېوادوالو، هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو سره یې د هغوی د اړتیاوو له مخې په خپل وخت مرستې کړې دي. محترم ملا صاحب د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی یوازې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولیت ونه باله، بلکې پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو، پانګوالو، خیریه او نړیوالو بشري بنسټونو یې هم غږ وکړ، چې له دې ټولنې سره مرستې او عملي همکارۍ وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، ډېری هېوادوال په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سیلابونو، زلزلو او هېواد ته د زرګونو کورنیو د جبري راستنېدو له امله له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شوي او دې ستونزو ته رسېدنه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) وغوښتل چې د افغانستان په اړه د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره په بې طرفه توګه تحلیلي راپورونه نشر کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، دا عادلانه نه ده چې د یوناما له لوري په نشرېدونکو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې نادیده نیول کېږي او د یو مقابل او متخاصم طرف په څېر په منفي ابعادو پسې ګرځي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو وغوښتل چې د مرستو په عادلانه ویش او د مستحقو کسانو په مشخصولو کې شفافیت په پام کې ونیسي.
