د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د قیمتونو ټاکلو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې او تایید شو. د راپور پر اساس، د لومړۍ کټګورۍ ولایتونو لپاره د صنعتي پارکونو د هر مترمربع ځمکې قیمت ۱۵۰ افغانۍ، د دویمې کټګورۍ ولایتونو لپاره ۱۰۰ افغانۍ او د درېیمې کټګورۍ ولایتونو لپاره ۵۰ افغانۍ وټاکل شو.
همداراز، د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ کال د وروستیو شپږو میاشتو راپور هم وړاندې او تایید شو. د راپور له مخې، د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد د داخلي بازارونو د وضعیت له ارزونې وروسته پر هغو وارداتي توکو په تدریج سره تعرفه زیاته کړې، چې هغه په کور دننه تولید او د داخلي بازارونو اړتیا پوره کولی شي.
اقتصادي کمېسیون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صنعت د پياوړتیا او ځان بسیاینې ته د نږدې کېدو په موخه د تعرفې کمېټې فعالیتونه وستایل او پرېکړه یې وکړه، چې په بازارونو کې د قیمتونو د کنټرول کمېټه دې هم خپل مسوولیت په جدي ډول ترسره او وخت پر وخت دې راپور د تعرفې کمېټې له لارې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.
پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS