محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت کې د صنعتي پارک د جوړیدو چارو پرانیسته وکړه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت کې د صنعتي پارک د جوړیدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه په بغلان ولایت کې د (قتیبه ابن سعید بغلاني) صنعتي پارک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. 
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند اقتصادي استقلال د سیاسي او فرهنګي استقلال بنسټ وباله او ویې ویل، موږ هغه وخت اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېدلی شو، چې په کور دننه د هر سکټور په کچه صنعتي او تولیدي فعالیتونه پراخ او پياوړي کړو.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د هېواد د اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په مختلفو سیمو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو لړۍ پيل کړې، څو په کور دننه خام مواد پروسس او تولید شوي محصولات نورو هېوادونو ته صادر شي. محترم ملا صاحب وویل، په دې سره به افغانستان په تدریجي ډول له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي. 
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې او فقر د له منځه وړلو په اړه وویل: «وخت یې دی چې د پراخو وارداتو او بشري مرستو په برخه کې  نړۍ ته اوږده شوي لاسونه بېرته راټول کړو، له خپل بهترین جغرافیوي موقعیت او پراخو اقتصادي ظرفیتونو څخه باید داسې ګټه واخلو، چې په کور دننه بې‌کاري او فقر تر ټولو ټیټې کچې ته راورسوو.»
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دې هدف ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت او افغان ولس ګډې هڅې مهمې وبللې او ویې ویل، اسلامي امارت په هېواد کې د اوږدمهاله کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د صنعتي پارکونو جوړېدو په څېر مهم ګامونه اخلي. 
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په هېواد کې د شته اقتصادي ستونزو د حل لپاره په تدریجي او منظم ډول هڅې کوي او زیاته یې کړه: «په اقتصادي برخه کې به داسې چوکاټ رامنځته کړو چې خپله کار تولید کړي، د قیمتونو د ثبات او د خلکو د خرید قدرت په برخه کې به د لازمو مالي او پولي سیاستونو تطبیق ته دوام ورکوو او افغانستان به په سیمه کې د سوداګرۍ د مهم شریک په توګه مطرح کړو.»
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر سیمه‌ییزو او نړیوالو اقتصادي سازمانونو غږ وکړ، چې په دې سازمانونو کې د افغانستان غیر فعال حضور پای ته ورسوي او رسمي فعال حضور ته یې ژر زمینه برابره کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، په دې سره به افغانستان وکولای شي خپل اقتصادي لومړیتوبونه، فرصتونه او له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي تعامل په اړه مهم بحثونه او طرحې شریکې کړي، چې دا به د سیمه‌ییز او نړیوال اقتصادي مشارکت، تخنیکي همکارۍ، ظرفیت لوړونې او د مشروع اقتصادي حقونو په ترلاسه کولو کې مهم ګام وي.
د یادونې وړ ده چې د بغلان ولایت صنعتي پارک په ۱۶۷۹ جریبه ځمکه جوړیږي، چې په پایله کې به یې صنعت‌کارانو ته د فعالیت او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS