محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره ولیدل.
د دې لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات، د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو ترڅنګ د سیمه‌ییز ثبات لپاره هم ګټور وبلل او زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له ټولو شته ظرفیتونو په استفادې دا اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.
محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ عمل پلان پر لا ښه تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا د دواړو لورو د اقتصادي ودې په برخه کې مھﻢ رول ﻟﻮﺑﻮي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل او تاشکند ﺗـﺮ منځ د سوداګریزو، اﻗـﺘﺼﺎدي او ترانزیټي همکارﯾـﻮ د تسهیل او ﭘـﺮاﺧـﺘﯿﺎ ﻟـﭙﺎره ازبیکستان ته له اﻓـﻐﺎﻧﺴـﺘﺎن څخه د ﺻـﺎدراﺗـﻲ ﺗـﻮﮐﻮ د لېږدوونکو وﺳـﺎﯾـﻄﻮ د تګ راتګ ﭘـﺮ وړاﻧﺪې د شته ﺧﻨډوﻧﻮ ﻟﺮې ﮐﻮل؛ له چین، منځنۍ اسیا او روسیې څخه راتلونکو افغاني ترانزیټي مالونو ته د معافیت ورکول؛ د منځنۍ آﺳـﯿﺎ، روﺳـﯿﯥ او ﭼـﯿﻦ ﺑـﺎزاروﻧـﻮ ته د اﻓـﻐﺎﻧﺴـﺘﺎن د زراﻋـﺘﻲ ﻣـﺤﺼﻮﻻﺗـﻮ، وﭼـﻮ او ﺗـﺎزه مېوو، ﺧـﻮراﮐﻲ ﺗـﻮﮐﻮ، قیمتي ﻣـﻌﺪﻧـﻲ ﻣـﻮادو د ﺻـﺎدراﺗـﻮ په برخه ﮐﯥ د ازبیکستان له لوري د اسانتیاوو رامنځته کول؛ د ترانزیټي زﭔﺮﺑـﻨﺎوو د ظـﺮﻓـﯿﺖ ﻟـﻮړول؛ د ګمرکونو ﭘـﺮاﺧـﺘﯿﺎ؛ افغانانو ته د ویزې ورکړې اسانه کول او د اﻧـﺮژۍ او ﻣﺸـﺘﺮﮐﻮ زﭔﺮﺑـﻨﺎوو په برخه ﮐﯥ ھﻤﮑﺎري مهم وبلله.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، ﻣـﻮږ ﺑـﺎور ﻟـﺮو ﭼﯥ د اﻓـﻐﺎﻧﺴـﺘﺎن او ازبیکستان ﺗـﺮﻣﻨځ ﭘـﺮاﺧﯥ همکارۍ نه ﯾـﻮازې دوه اړﺧـﯿﺰې اﻗـﺘﺼﺎدي اړیکې لوړې ﮐﭽﯥ ته رسوي؛ ﺑﻠﮑﯥ دا به په سیمه ﮐﯥ د ﻧـﻮرو ګاونډیو هېوادونو ﻟـﭙﺎره د ښه ګاونډیتوب ﯾـﻮه ﻏـﻮره بېلګه هم واوﺳﻲ.
ورپسې د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف خبرې وکړې. هغه وویل، د ازبیکستان او افغانستان سوداګري د تېر په پرتله د پام وړ زیاته شوې چې اوسنۍ کچه یې ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي. هغه زیاته کړه، چمتو دي چې په افغانستان کې د ازبیک پانګوالو له لوري د پيل شوو پروژو چارې لا چټکې، ستونزې یې حل او هغه نوې پروژې پيل کړي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهمې بلل کېږي. هغه همدارنګه وویل، چمتو دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو کانونو کې پانګونه وکړي او پر دې سربېره له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات هم زیات کړي. د هغه په خبره، ازبیک لوری چمتو دی چې د زینک ډبرو د پروسس لپاره په حیرتان کې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت فابریکه هم جوړه کړي. ښاغلي جواجه‌یف د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره خبرو کې زیاته کړه، د ترانسپورټ او انرژۍ، کرنې پراختیا، بانکې چارو، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د زیاتوالي او همداراز په مختلفو برخو کې به د افغانانو د ظرفیت لوړونې په موخه راغلي ازبیک مسوولین د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره ګډ کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS