محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۴۹
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او زیربنایي پروژو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې لاجورد کمپلیکس یې ښه بېلګه ده.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، لکه څنګه چې په هېواد کې د قوش‌تېپې سترې پروژې، صنعتي فابریکو، د لویو لارو، د برېښنا تولید او نورو سکټورونو کې د پروژو عملي چارې روانې دي، تر څنګ  یې د ښاري پراختیا په برخه کې هم د ماسټر پلانونو په نهایي کېدو او تطبیق عملي کار روان دی. هغه وویل، اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي چې د ودانیزو پروژو په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد په اقتصادي ثبات او بیارغونه کې د دولت ترڅنګ د خصوصي سکتور ګډ کار مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت یې پوره ملاتړ کوي. هغه پر ټولو پانګوالو غږ وکړ، چې د نورو برخو ترڅنګ په ساختماني سکټور کې هم پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه وویل، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې به له سوداګریزو بندرونو څخه هم لیدنه وکړي، څو یې خدمات ۲۴ ساعته شي او ټولې ادارې له ځنډ پرته صادراتي او وارداتي خدمات وړاندې کړي.  حاجي ملا صاحب وویل، په دې سفر کې د بېلابېلو سکټوري ادارو  مسوولین هم ورسره ملتیا کوي، څو په بلخ کې د روان اقتصادي تحرک او پرمختیایي فعالیتونو او بندري چارو اړوند شته ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له نږدې وګوري او حل‌لارې ورته پيدا کړي.

د لاجورد استوګنیز کمپلیکس کې د خصوصي سکټور له لوري ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې شاوخوا ۱۴۴۸ اپارتمانونه به پکې په عصري او معیاري بڼه جوړ او شاوخوا ۷۰۰۰ هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي. دغه کمپلیکس پر شاوخوا ۲۱ جریبه ځمکه جوړېږي، چې د سوداګریزې او روغتیا برخو تر څنګ به ښوونځي، شنې ساحې، مسجد، د تفریح او ورزش ځایونو په ګډون ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۴۹
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۲:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ابو علي سینا بلخي د دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۱۳
Background image

د اقتصادي کمېسیون له خوا د معیار او کیفیت ۶۹ مسودې تایید شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS