د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ اړوند ملکیت باندې تر ځمکه لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له مفصل بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د کور او ښارجوړونې وزارت د نظر اخیستلو په صورت کې د یادې طرحې هراړخیزه ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې همداراز په فراه، دایکنډي، غور، زابل او ارزوګان ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او په بټریو کې د برېښنا ذخیره کولو د سیسټم پر طرحه هم بحث وشو. له بحث وروسته د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته له مشخصو شوو ولایتونو یوڅو ولایتونه په نښه او په دې اړه ورسره تخنیکي او هراړخیز بحثونه ترسره او خپل جامع راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته په ټاکلي وخت وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS