د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۳:۳۹
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس په ۲۹ مه نیټه په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار د پيل په مراسمو کې د خبرو پرمهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د تحریمونو او بې ځایه فشارونو پرځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي. نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی؛ بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

محترم حاجی ملا صاحب  وویل: اسلامي امارت د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال  زیاته کړه د عامه او خصوصي مشارکت او یا نورو قراردادونو له مخې د خصوصي سکټور سره د سترو اوږدمهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت تعامل د دې واضح پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هر څوک کولی شي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

په مزارشریف کې دا اته پوړیز سوداګریز مارکېټ چې د ۷۴۳ میلیونه افغانۍ په پانګونه د ارشاد،حج او اوقاف وزارت په ۶۰۰  متره مربع ځمکه جوړیږي، ۸۷۰ دوکانونه، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، جومات  او پارګېنګ پکې په پام کې نیول شوي دي. د دغه مارکېټ ساختماني چارې به په دوو کلونو کې بشپړې او هر کال به  د امارت خزانې ته ۴۳ میلیونه افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS