په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۰
s96

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پرځمکه د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه وړاندې شوه. د دې طرحې له مخې خصوصي سکټور د ښاروالۍ پر ۲۲۰۰ متره مربع ځمکه پنځه پوړیز سوداګریز مارکیټ جوړوي چې دوکانونه او د موټرو پارکېنګ به ولري. یاده طرحه د پانګونې بین الوزارتي کمېټې له خوا  د تعدیل په راوستلو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم په موخه اقتصادي کمیسیون ته راجع شوه.

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډې ته د خصوصي سکټور له خوا په هېواد کې د ننه د بریښنایي وسایلو او تجهیزاتو د تولید د فابریکې د جوړولو، په جوزجان ولایت کې د کورنیو چارو وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له خوا د مارکیټ جوړولو او د یوه خصوصي شرکت له خوا د نوي کابل په ښار کې د پانګونې طرحې وړاندې شوې. له هر اړخیز بحث وروسته اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې یادې طرحې دې په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور دې په ټاکلي وخت د پانګونې بین الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

BACK TO NEWS