محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۳۳
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو له ترسره شوو کارونو ستاینه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، څو د کیفت په پام کې نیولو سره د ژمي تر را رسېدو مخکې د دغه مهمې لارې پاتې کارونه هم بشپړ کړي.

د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره د سالنګونو لویې لارې کارونه دوام لري او ژمن دي، چې د روان کال لپاره پلان شوي کارونه به د ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړ کړي.

اوسمهال د سالنګونو لویې لارې د جنوبي سالنګ د ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي، چې په مجموع کې د جنوبي سالنګ کارونه ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي. په یادو تکمیل شوو ګالریو باندې په خورا لوړ کیفیت ۸۵ سانتي متره کانکریټ اچول شوي دي. په ورته وخت کې د شمالي سالنګ د بیارغونې کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS