د کندهار د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (پنجشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په اوومه نېټه، په کندهار ولایت کې د کندهار د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، موږ هغه وخت دوامداره اقتصادي پراختیا ته رسیدلی شو، چې له خپلو سرچینو پایداره ګټه پورته او د صنعتي سیاست په برخه کې مهم ګامونه واخلو. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت ستراتیژیک او اقتصادي تفکر دا دی، چې افغانستان په تدریجي توګه له مصرفي هېواد څخه په تولیدي هېواد بدل، اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره، په تولیدي پروسو کې ځنځیري ارزښتونه پراخ او د صادراتو کچه لوړه کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، د اسلامي امارت موخه او مسوولیت د داسې تولیدي نظام رامنځته کول دي، چې اقتصادي منطق ولري او د هېواد د پرمختګ په برخه کې واقعي ارزښتونه رامنځته کړي او په همدې موخه د مهمو او سترو ملي پروژو تطبیق ته زمینې برابرې شوې دي.
محترم ملا عدالغني برادر اخوند وویل، افغانستان په کور دننه د سیمنټو د تولید پراخ ظرفیتونه لري او دا د هېواد د ساختماني سکټور د اړتیاوو په پوره کولو کې بنسټیز رول لوبولی شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له مسوولینو په ټینګار سره وغوښتل، چې خپلې ټولې چارې د منل شوو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه کیفیت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز په ورځني ډول د ۱۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا لري، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده. ټاکل شوې څه موده وروسته د دې فابریکې د دویم فاز د جوړېدو چارې هم پیل شي.
