محترم ملا عبدالغني برادر اخوند؛ د خپلواکۍ ساتلو لپاره باید عصري زده کړو او ټکنالوژۍ ته مخه کړو

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په ملي دفاع وزارت کې د افغانستان خپلواکۍ ترلاسه کولو د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د زمري ۲۸مې ورځې خپلواکي په اسانه نه ده ترلاسه شوې، بلکې د ډېرو قربانیو او زحمتونو په بدل کې ګټل شوې، خو له بده مرغه افغانان د خپلو داخلي جګړو، تفرقو او دسایسو له امله ونه توانېدل چې دغه خپلواکي وساتي. په مسلسله توګه مو امکانات له لاسه ورکړل او له داخل څخه وپاشل شوو، چې هېواد مو د نورو استعماري قدرتونو تر ښکیلاک لاندې راغی؛ مګر د پخوا په څېر بیا هم افغانانو هېڅ استعماري قدرت ته اجازه ورنکړه چې په دې خاوره د ارام خوب وکړي. د زمري په ۲۴مه چې د غربي اشغال له ماتې سره برابره ده، یوځل بیا مو ټولې نړۍ ته وښوده چې افغانان په خپله خاوره د بل واک نه مني او له شل کلنې نه ستړې کېدونکې مبارزې وروسته مو په پوره مېړانه او شهامت خپلواکي واخیسته.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د خپلواکۍ ورځو له نمانځنې څخه باید زموږ اساسي موخه نه یوازې د هغه وخت د قربانیو او مېړانې یادونه وي؛ بلکې اساسي موخه باید دا هم وي چې ترلاسه شوې خپلواکي وساتو او په بشپړه معنا د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار د بیا تکرار مخه ونیسو.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «موږ انقلابونه په ډېره درنه بیه ګټلي دي، چې د نورو لاملونو تر څنګ یې یو عمده علت د مادي اسبابو عدمِ مساوات و. د دې ګټلي انقلاب د ساتلو لپاره نه باید د قربانیو درنه بیه پرې کړو؛ بلکې د عصر د غوښتنو مطابق عصري زده کړو ته مخه کړو، د ټکنالوژۍ او عصري وسایلو څښتنان شو، دښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ ځواب په میزایل ورکړو. ټول افغانان د لویو دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو موټی شو، په یو او بل نوم رامنځته شوې تفرقې له منځه یوسو او پرېنږدو چې خدای مه کړه دا سپېڅلی نظام د بې اتفاقۍ او تنګ نظرۍ ښکار شي.»
محترم ملا صاحب وویل، له غربي اشغال څخه د خپلواکۍ په اخیستو سره بېرته افغان ملت د خپل غرور او واک څښتن شو، چې لله الحمد اوس مو نه ملت اسیر دی، نه مو سیاسي او اقتصادي برخلیک بل څوک ټاکي، نه مو مو مال او ناموس ته په بده سترګه کتل کېږي او نه د بل چا په اشارو پرېکړې کوو.
له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راشئ، د خپل نظام او ملت ترڅنګ ودرېږئ او د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب لاس واخلئ. اسلامي امارت ستاسې خپل نظام دی، ښه راغلاست درته وايي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همداراز پر ټولو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د افغانستان په اړه بد نیت ونه لري، اسلامي امارت هرڅه څاري او په اړه یې محاسبې لري. هغه زیاته کړه: «رابولو یې چې د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه وکړئ، دا ملت څوک اسیر نه شي نیولی؛ د لاسوهنې او تقابل پرځای د اصولو په چوکاټ کې راسره هر اړخیز سیاسي او اقتصادي تعامل ته لار هواره کړئ؛ همدا کار د سیمې او نړۍ هېوادونو د امنیت او اقتصادي تعامل لپاره اساس ګڼل کېږي.»
په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د زمري ۲۸مې ویاړلې ورځې له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله او د ازادۍ د ګټلو په لاره کې یې د ټولو شهیدانو او اتلانو روحونو ته دعا وکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځنې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازادۍ پر څلي د ګلونو ګیډۍ هم کېښوده.