ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې کړې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۶:۲۱
ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې  میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۷ نورو یې تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او دوې پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله وځنډېدې. د یادو دوو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې په تدارکاتي پروسه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري راغلي تعدیلات په نظر کې ونیسي او راپور یې د دغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړول او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS