د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۵:۵۰
WhatsApp Image 2024-06-11 at 10.50.26_a01599d7

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سرو زرو د موقت صدور پر کړنلارې، نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې او یوشمېر نورو اقتصادي موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د سرور زرو د موقت صدور کړنلاره تایید شوه. د دې طرحې له مخې به د ټاکل شوو اصولو په رڼا کې د سرو زرو موقت صدور ترسره کېږي، چې له مخې به یې تر ډېره حده د قاچاق مخنیوی وشي.

د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د ورکړې پر موضوع هم بحث وشو. تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا اداره دې نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي. په دې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوري فایبر شبکه وغځېږي او هېوادوالو ته به په ارزانه بیه او ښه کیفیت انټرنیټي خدمات وړاندې شي.

په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې هم بحث وشو. د اقتصادي کمېسیون د هدایت پر اساس ټولې دولتي ادارې مکلفې وبلل شوې، چې د شته څراغونو د استهلاک په صورت کې دې له اېل اي ډي څراغونو څخه استفاده وکړي او د برېښنا د سپما لپاره دې په خپلو ادارو کې په دې اړه عامه پوهاوی زیات کړي، چې په پایله کې به یې په کلني ډول میلیونونه افغانۍ سپما شي. په ټوله کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د برېښنا د سپما په برخه کې اقتصادي تحلیلونه ترسره کړي، حل لارې دې ولټوي او د تطبیق په موخه یې دې د بودیجې ترلاسه کولو په موخه مالیې وزارت ته ولېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته. . .

BACK TO NEWS