د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۷:۴۷
5U2A7616

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۸مې نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د ټاکل شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د اقتصادي کمېسیون په دغه نوبتي غونډه کې د شوکاڼو ډبرو پر سر د ټاکل شوې رویالیټي او ګمرکي تعرفې د ټیټېدو په اړه بحث وشو. تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، في ټن رویالیټي دې له ۱۸۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۰۰ افغانیو او ګمرکي تعرفه له  ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شي. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دا تصمیم یوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په مورد کې نیول شوی او د استخراج د بیا پيل په صورت کې به د رویالیټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجدید نظر کېږي. همدارنګه د شوکاڼو ډبرو سوداګر مکلف شول تر څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پنځو میاشتو په جریان کې بهر ته صادرې کړي. همدارنګه په یاده غونډه کې د کابل ښار په کوټه سنګي ساحه کې د خصوصي سکټور له لوري د ملت سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د اقتصادي کمېسیون د نظر په پام کې نیولو سره منظوره شوه. د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور ۱۲ پوړیز سوداګریز مارکېټ د شاوخوا ۳۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونې سره جوړوي. همدا ډول د اقتصادي کمېسیون له لوري د هلمند په لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو طرحه هم منظوره شوه. د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور پنځه پوړیز سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ په پانګونې جوړوي. د غونډې په پای کې د اقتصادي کمېسیون له غړو وزارتونو او ادارو سره د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ کړنلاره هم شریکه شوه. د کمېسیون ټولو غړو ته سپارښتنه وشوه څو د یادې کړنلارې د غني کولو په موخه د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته خپل نظرونه وړاندې کړي. د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ غړي د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان او ملي سوداګر دي چې اسلامي امارت ته به د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه مشورې ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS