د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه دې هېواد ته په سفر ولاړ

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
5U2A1221

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۳مه نېټه ایران اسلامي جمهوریت ته د دې هېواد په رسمي بلنه په سفر ولاړ. په دې سفر کې به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي. همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورت او صنعت سکټور کې پانګونې ته راوبولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS