محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې له ایراني مسوولینو سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۲:۳۶
WhatsApp Image 2023-11-11 at 08.57.29_16842232

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجت‌الله عبدالملکي، د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري او یوشمېر نورو ایراني مسوولینو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال محترم ملا صاحب له ایراني لوري وغوښتل څو په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اوږد مهال لپاره په مناسبه بیه ځمکه ځانګړې کړي، د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او افغانستان ته له چابهار بندر څخه د استفادې لپاره سهولتونه برابر کړي، څو په دې سره د افغانستان د ترانزیټ په کچه کې زیاتوالی راشي ایراني لوري د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ عملاً استفاده پيل کړي. د ایراني مسوولینو په خبره، ایران په دغه برخه کې بشپړ چمتووالی لري.  د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دغه برخه کې د ایران له لوري د هر ډول اسانتیاوو او همکارۍ رامنځته کولو په اړه توافق وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د کان کیندنې پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې پالیسۍ مسوده د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کان کیندنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ او سوداګریز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۳۲
Background image

اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د. . .

BACK TO NEWS