د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر ښاغلي محمد علي نېکبخت سره وکتل

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۵:۵۰
For Websid

دغې ناستې ته محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ایران د تاريخ په اوږدو کې ښې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لرلې دي، چې اوسمهال د دغو اړيکو پراختيا ته ښه زمينه برابره شوې او اړتیا ده، چې دواړه هېوادونه یې د لا پياوړتیا په موخه مشترکې هڅې وکړي.  په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه مسوولینو په افغانستان کې د کرنې پر ميکانیزه کولو، د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې پر مرستې، د اساسي کرنیزو محصولاتو او میوه لرونکو ونو د کښت د پراختیا په برخه کې پر پانګونې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې پر افغان ظرفیت جوړونې، کرنیزو توکو ته د بازارموندنې په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو پر جوړولو، د ایراني پانګوالو له لوري په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د پانګونې پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي، پر افغان کرنیزو محصولاتو د تعرفې پر کمولو، د ایران له خاورې څخه بېلابېلو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیزې خبرې وکړې. د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې وزیر ښاغلي محمد علي نېکبخت او ورسره مل ایراني مسوولینو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ افغان پلاوي ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ذکر شوو مسایلو په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS