د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رئیس ښاغلي علي اکبر احمدیان سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۳:۳۳
WhatsApp Image 2023-11-06 at 09.48.13_0e9d46d5

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رئیس ښاغلي علي اکبر احمدیان سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې سره وویل، افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې دي او دا هڅې لا هم دوام لري. د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده چې د دغه موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي. همداراز محترم ملا صاحب له ایران اسلامي جمهوریت څخه د مهاجرینو د کوربه‌توب مننه وکړه او ویې ویل: «ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني». د ایران د ملي امنیت عالي شورا رئیس ښاغلي احمدیان د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته یې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړ. ښاغلي احمدیان د ترانزیټ موضوعاتو ته په اشارې سره وویل: «ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري، چې چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانه سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه باید له راغلي فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته. . .

BACK TO NEWS