د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره وکتل

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۷:۵۷
5U2A0094

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د کب میاشتې په ۲۲مه نېټه د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف په مشرۍ له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همدارنګه سیمه‌ییز اتصال په اړه هراړخیزې خبرې وکړې. د دغه لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبیکستان د ولسونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته په اشارې سربېره وویل، دواړه هېوادونه په مختلفو برخو کې مشترکې ګټې لري، چې اوسمهال یې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي چې اساسي تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه ازبیکستان همکارۍ ته اړتیا لري.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او ازبیکستان له لارې د ترانزیټ کچې زیاتېدو، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان کې پر پانګونې، افغانستان ته د برېښنا لېږد، ټرانسپورټي او ګمرکي ستونزو له منځه وړلو او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخو کې د دواړو لورو پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو مدیریت او کرنې پراختیا ته په اشارې سره وویل، د هېواد په شمال کې د قوش‌تېپې کانال د افغان ولس د لسیزو ارمان و، چې متأسفانه د اوږدمهاله جنګونو او بې ثباتیو په نتیجه کې موږ ونه توانېدو چې له آمو سیند څخه د آمو سیند د حوزې د نورو هېوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړو. د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه کانال کارونه پيل شوي او افغانان خپل حق ترلاسه کوي. په دې اړه باید هېڅ ګاونډی اندېښنه ونه لري.  د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف د افغانستان او ازبیکستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني. ښاغلي بختیار سعیدوف زیاته کړه، ازبیکستان ته له آمو سیند څخه د افغانستان د استفادې دریځ ارزښت لري او هېواد یې چمتو دی چې د دغه کانال په تخنیکي برخه او همدا راز د اوبولګونې د عصري سیسټمونو په عملي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. همدا راز نوموړي وویل، ازبیکستان چمتو دی چې په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې سربېره، د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او د سیمه‌ییز اتصال په موخه د افغان - ټرانس او برېښنا په برخه کې مهمې پروژې عملي کړي.  د یادونې وړ ده چې په راغلي ۳۰ کسیز لوړ رتبه ازبېک پلاوي کې د یاد هېواد د کابینې یو شمېر غړو او د خصوصي سکټور استازو حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته. . .

BACK TO NEWS