د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۱۰میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۲۰:۵۸
5U2A6746

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور او د ۳پروژو د قراردادونو د ارزونې په موخه ملي تدارکاتو ریاست او اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي.  په یادو منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته. . .

BACK TO NEWS