د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د ګډو کمېټو لومړنۍ ناستې ترسره شوې

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۳:۱
WhatsApp Image 2024-01-07 at 12.23.46_13540599

د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو ګډو کمېټو لومړنۍ ناستې ترسره او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخوالي او په دغه برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د مخکینیو توافقاتو په اړه خبرې وشوې. دغه ناستې چې د دواړو هېوادونو په سرحدي ګمرکونو کې ترسره شوې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه دواړو لورو توافق وکړ، چې د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران طرف ته د درېیو سرحدي ګمرکونو ترمنځ دې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته زیات شي. همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په موخه توافق وشو څو په ورځني ډول د بار وړونکو موټرونو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي. په دغو ناستو کې افغان خاورې ته د ایراني باروړونکو موټرونو شل ورځنی بندیز هم لرې کړل شو. همدارنګه دواړو لورو د سوداګرۍ ودې په موخه ځینې ټاکل شوي فیسونه هم لغوه اعلان کړل. ایران ۱۰۴ ډالر او افغانستان بیا ۵۰۰۰ افغانۍ د خاک پولي فیس لغوه کړ.  د یادونې وړ ده چې د دې ناستو موخه څه موده وړاندې ایران ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د رسمي سفر پرمهال له ایراني چارواکو سره د شویو هوکړو تعقیب دی. ایران ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د رسمي سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه یوشمېر تفاهمنامې لاسلیک شوې وې او د هغو تعقیب لپاره د ګډو کمېټو پر ګومارلو هم هوکړه شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS