د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

masih_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۴۱
د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د اړوندو ادارو له لوري د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو پر طرحې بحث وشو. یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښت په پام کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید شوه او د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو لپاره یې د اقتصادي معاونیت په مشرۍ کمېټه وټاکل شوه. کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې ټول تخنیکي، اقتصادي، اجتماعي او د چاپیریال ساتنې اړوند مسایلو په اړه یې تفصیلي کړنې  ترسره او راپور یې په درېيو میاشتو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي.

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو لپاره خصوصي سکټور د شاوخوا اته میلیارده ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې، چې په ۱۱ زره جریبه کې به جوړ او لسګونو زرو هېوادوالو ته به د سرپناه برابرولو ترڅنګ زرګونه کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS