محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره خواخوږي څرګنده کړه. محترم ملا صاحب شهیدانو ته د جنت‌الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په لومړیو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ادارو مسوولینو د پېښې ځای ته ځانونه رسولي وو او د هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې له ټولو امکاناتو استفاده کړې وه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیانمن شوو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به له ټولو شته امکاناتو څخه په استفادې د دوی لاسنیوی وکړي او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسوولین د ولس خادمان دي او د ولس ستونزو ته په وخت رسېدنه کوي.

 د دې سفر پرمهال د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود چې له زیانمن شوو هېوادوالو سره یې نغدي مرستې وکړې.

د نورستان ولایت علماوو، سپین ږیرو او زیانمن شوو هېوادوالو د زړه له تله له اسلامي امارت مننه وکړه، چې دوی یې په سخت حالت کې هېر نه کړل او د غمرازۍ په موخه یې امارتي مسوولینو سیمې ته سفرونه وکړل. د سیمې خلکو اسلامي امارت د ځان او ولس نظام وباله او له نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ. هغوی خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړې او محترم ملا صاحب یې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS