د پانګونې بینالوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي، غور، زابل، پکتیکا او فراه) کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه. له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د یوې میاشتې په جریان کې یاده طرحه له اړوند شرکت سره په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور دې د پانګونې بینالوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د مزارشریف د نایب اباد سب سټیشن د پراختیا او لوژستیکي مرکز د جوړولو په تړاو د وړاندې شوې طرحې په اړه د ټولګټو وزارت راپور هم وړاندې شو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ښکېلو ادارو له خوا دې وړاندې شوې طرحه په مقایسوي ډول وارزول شي او پایله دې د پانګونې بینالوزارتي کمیټې سره شریکه شي.
