د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لابراتواري خدمتونو د مدیریت طرحه د تایید وړ وبلل شوه
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لابراتواري خدمتونو د مدیریت طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له بحث او هراړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې موخه د هوا، خاورې، اوبو او د غږ د کیفیت د معاینې لپاره د یو مرکزي، مجهز او معیاري لابراتوار فعالول دي، چې له خدماتو به یې نه یوازې امارتي ادارې، بلکې خصوصي سکټور او نړیوال سازمانونه او پوهنتونونه هم ګټه اخیستلی شي.
همداراز په دې غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې پر یوشمېر داخلي معیارونو او بهر ته د افغاني غالیو د صادراتو د زیاتوالي پر موضوعاتو هم بحث وشو.
