د اقتصادي کمېسیون له خوا د معیار او کیفیت ۶۹ مسودې تایید شوې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۱۳
د اقتصادي کمېسیون له خوا د معیار او کیفیت ۶۹ مسودې تایید شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د اقتصادي کمېسیون غونډې ته له اجنډا سره سم د معیار او کیفیت ادارې له خوا د معیارونو  ۶۹ مسودې د تاییدۍ له پاره وړاندې شوې. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یادې مسودې تايید او اړوندو ادارو ته یې د ښه تطبیق سپارښتنه وشوه. د ۶۹ مسودو له جملې ۲۹ ازمایشي روشونه او پاتې نور یې معیارونه دي چې د مدیریت، نفتي توکو، طبي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي توکو، زراعت او خوراکي موادو، کانونو، چاپېریال ساتنې او ساختماني موادو په برخه کې جوړ شوي دي.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د جوزجان شپږو ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې په اړه د تخنیکي، مالي او اقتصادي څېړنو او کړنو  په تړاو  راپور وړاندې شو. د غونډې ګډنوالو له بحث وروسته پرېکړه وکړه چې په دې اړه دې یو پلاوی یادو ولسوالیو ته سفر وکړي او د خپلو موندنو راپور دې د اقتصادي کمېسیون بلې غونډې وړاندې کړي. 
په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا  ۷۷ ساختماني شرکت ته د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د زورا سیمې د ډبرو سکرو د ظواهرو د  قرارداد ورکولو وړاندیز و چې په اړه یې اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې وه چې د دې قرارداد ټول اړخونه دې د اصولو په رڼا کې وڅېړل شي او خپل نهایي راپور دې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.  په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې  دا موضوع دې تر هر اړخیزې څېړنې وروسته  د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې شي. 
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته  د ادارو د تېلو د قراردادونو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې  او همدا راز د کندوز ولایت د علي آباد ولسوالۍ د پنځوس بستریز روغتون په تړاو د عامې روغتیا وزارت راپورونه وړاندې شول.  په غونډه کې تر بحث وروسته پرېکړه وشوه چې یوه کمېټه دې د تیلو د قراردادونو موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور دې د کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کمېسیون نننۍ غونډه کې د کندوز ولایت علي اباد ولسوالۍ د روغتون په اړه پرېکړه وشوه چې د عامې روغتیا وزارت دې په نوموړې ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS