بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږلو پروسه پيل شوه

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۷:۳۱
q3w45e6r78

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په انټر کانټینینټال هوټل کې بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږلو پروسې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم ملا صاحب بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو پروسه د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او بې‌کارۍ کچې په راټیټولو کې مؤثره وبلله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کړې څو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې په هېواد کې کاري فرصتونه ایجاد کړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اوسمهال په هېواد کې د مختلفو پروژو عملي کارونه روان دي

او له نورو هېوادونو سره سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا موندلې ده. دې ټولو د هېواد د کار په بازار مثبت تاثیر کړی او ډېر کاري فرصتونه یې ایجاد کړي. د هغه په خبره، پردې سربېره اسلامي امارت هڅه کوي څو له بېلا بېلو لارو چارو څخه په استفادې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راکمه کړي،چې یوه لار یې په قانوني ډول بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو لېږل دي او له نیکه‌مرغه دا پروسه نن پيل شوه. محترم ملا صاحب زیاته کړه، په بهر کې د کاري فرصتونو ایجاد به له کوربه هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته لا ډېره پراختیا ورکړي، اړیکې به نږدې او د افغانستان نړیوال اعتبار به لوړ کړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په پرمختللو هېوادونو کې د افغان کارګرانو کار کول دوی ته دا فرصت ورکوي چې نوي مهارتونه زده او له نوې ټکنالوژۍ سره بلد شي او هېواد ته له راتګ وروسته یې د هېواد په ګټه وکاروي. محترم ملا صاحب ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې د کمولو لپاره جدي هڅې کوي او غواړي هیوادوالو ته هوسا او خوشاله ژوند برابر کړي. په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسوولینو مننه وکړه، چې قطر ته یې د افغان کارګرانو د قانوني لېږلو زمینه برابره کړه. د دغه وزارت له مسوولینو یې همدا راز وغوښتل چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي. محترم ملا صاحب له قطر هېواد څخه هم مننه وکړه چې په دې برخه کې يې همکاري وکړه او افغان کارګران قبلوي.

محترم ملا صاحب له نورو هېوادونو څخه هم وغوښتل چې د افغان کارګرانو قانوني منلو ته زمینه برابره او د هغوی له استعداد او مهارتونو څخه ګټه واخلي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت او قطر هېواد ترمنځ د ۲۰۰۰ ماهرو او مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو هوکړه شوې ده، چې سبا ورځ د اسد میاشتې په اوومه نېټه به یې په مختلفو ولایتونو کې د نوملیکنې پروسه پيل شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، چې پر قطر سربېره له ایران، روسیې، متحده عربي اماراتو، عمان، تاجکستان، ترکیې، اذربایجان، سعودي عربستان او یوشمېر نورو هېوادونو سره هم د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه خبرې دوام لري او دا پروسې د نهايي کېدو په حال کې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال هرات ولايت کې څلور سب سټېشنونه ګټې اخيستنې ته وسپارل

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د هرات ولايت په کرخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شريف ولسواليو کې څلور سب سټېشنونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د برېښنا یو شمېر لویو پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جدي میاشتې په څلورمه نېټه په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جدي میاشتې په څلورمه نېټه د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي. . .

BACK TO NEWS