د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۱۳
د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوې پروژې منظورې او دوې پروژې لغوه شوې. همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژې د قیمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د جیولیت رمپ جوړول، د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک د اول او دویم لاټونو جوړول، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د شامالان کانال بیارغونه، د هېواد په ګمرکونو کې د امنیتي کمرو نصب او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایلو اخیستل شامل دي. یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۶:۵
Background image

د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته. . .

BACK TO NEWS