محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه نېټه پيل شوه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې جوړو شوو مراسمو ته وویل، د صنعت وده د یو هېواد د اقتصادي خودکفایۍ، ټولنیز ثبات او د بې‌کارۍ کچې راټېټولو لپاره تر ټولو مؤثره طریقه ده. له همدې امله، د اسلامي امارت هدف دا دی چې د خصوصي سکټور لپاره داسې چاپېریال برابر کړي، څو هغوی په ډاډ سره پانګونه وکړي، فابریکې جوړې او د هېواد د تولیدي ځواک برخه وګرځي.

محترم ملا صاحب وویل، د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا، د خصوصي پانګې د جلب او جذب او همداراز د صنعتي ساحو د مدیریت، ساتنې او مراقبت په موخه د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح شوی دی. دا قانون په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو او پانګوالو ته د صنعتي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لازمې زمینې او اړوندې نورې اسانتیاوې مساعدوي؛ څو له یوې خوا هېوادوالو ته کاري فرصتونه پیدا شي او له بلې خوا د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د صنعتي ساحو جوړولو لپاره د ځمکو د ورکړې په اړه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حکم کړی، څو د نوي منظور شوي قانون، چاپیریال ساتنې او ښاري ماسټر پلان مطابق د کابل په څلورو خواوو کې دوه دوه زره جریبه ځمکه، په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل شل زره جریبه ځمکه، په کندوز ولایت کې لس زره جریبه ځمکه او په پاتې نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې زر جریبه ځمکه، د کوچني صنعت او تشبثاتو لپاره په هر ولایت کې له لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه ځانګړې او وسپارل شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل:« د همدې هڅو په لړ کې نن ورځ موږ او تاسې ۹۱ صنعت‌کارانو ته د صنعتي فعالیتونو په موخه په صنعتي ساحو کې د ځمکو د ملکیت د سند د ورکړې شاهدان یوو.» هغه زیاته کړه، په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي. محترم ملا صاحب په ټینګار سره د صنعتي ځمکو له ګټه اخیستونکو وغوښتل چې له یادو ځمکو څخه د تولید او د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې مناسبه او مؤثره ګټه واخلي. صنعت‌کارانو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د صنعت د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د برېښنا پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی چې له نېکه‌مرغه چارې یې تر ډېرې اندازې پر مخ تللې دي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او ملي صنعت د پرمختګ لپاره ډېرې اسانتیاوې او امتیازات په پام کې نیولي او هدف یې دا دی چې د پانګوالو لپاره یو باوري، باثباته او خوندي چاپېریال برابر کړي. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ټولو صنعتکارانو او پانګه‌والو ته ډاډ او ژمنه ورکوي چې د تولید او محصولاتو د قیمت، کیفیت او کمیت د تامین په صورت کې به پر بهرنیو مشابه اموالو د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړېږي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کور دننه او بهر کې میشت افغان پانګوالو څخه وغوښتل چې خپل صنعت، تجربه او پانګه افغانستان ته را انتقال او د هېواد د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په برابرولو او د صنعت سکټور په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې. . .

BACK TO NEWS