په څلورو ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۳:۴۴
pic

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه وړاندې شوه. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. دغه کمپلکسونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ۴۵۰۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۵۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت سره جوړېږي.

 همدا راز په دغه غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هېواد کې د طبیعي ځنګلونو د لرګیو او د ځنګل د فرعي محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې پر جوړه شوې کړنلاره هم بحث وشو. دغه کړنلاره تر هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دغه کړنلارې پر اساس به د هېواد په طبیعي ځنګلونو کې د لرګیو وهلو مخنیوی ترسره او د ځنګلونو د بیا احیا لپاره به اساسي ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۴۸
Background image

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۱۷مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خصوصي سکټور له لوري د ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS