د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۵:۲۳
5U2A0074

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې پر وړاندې شویو یو شمېر طرحو بحث وشو.  غونډې ته د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو، په جلال آباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحې وړاندې شوې.  په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د جلال آباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو د طرحو په اړه  ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نظرونو ته په پاملرنې دې د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو ارزونې په موخه ناستې وکړي او راپور دې یادې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS