د کابل ـ غزني لویې لارې د دوهم لین د جوړولو چارې پيل شوې

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۲۰:۴۳
787

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ سیمې پورې د دوهم سړک د لومړي او دوهم فاز کار پیل شو.

 په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو امارتي مسوولینو ګډون کړی وو. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سړک د کار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي او د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو په لړ کې نن د دې مهمې پروژې کار پیلوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د غزني او کابل ترمنځ د دوهم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداگریز فعالیتونه آسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه به کم او د دې لارې مسافرو ته به آسانتیاوې برابرې شي.

د محترم ملا صاحب په وینا، د لارې په اوږدو کې به لسگونه نوي کاري فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به یاده لار د کابل او غزني ترمنځ سوداگریز تړاو غښتلی کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هیوادونو سره زموږ سوداگریز مسیر لا غښتلی کړي.

محترم ملا صاحب له هېوادوالو وغوښتل چې د دغه ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي تر څو یې چارې په ټاکل شوي وخت بشپړې شي. همداراز د دې پروژې له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل چې د سړک کیفیت ته پام وکړي.

د یادولو وړ ده چې له کابل څخه تر غزني پورې د دوهم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه شته چې چارې به یې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS