د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غور ولایت چهار صدې ولسوالۍ له سېلاب‌ځپلو سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۷ - ۷:۳۴
Final 2

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه د چهار صدې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې سېلاب‌ځپلي هېوادوال او هغوی ته اوښتي زیانونه له نږدې وکتل.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې ولسوالۍ ته له رسېدو وروسته لومړی د شهیدانو روح ته دعا وکړه، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړ او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د چهار صدې ولسوالۍ اوسېدونکو ته وویل: «زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاس نیوی کوي، چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځيهمدارنګه محترم حاجي ملا صاحب د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ټاکل شوې کمېټې کړنې له نېږدې وکتلې او دوی ته یې د کارونو ښه ترسراوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. د غونډې په پای کې د چهار صدې ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو له اسلامي امارت مننه وکړه، چې په وخت یې دوی ته د نجات ټیمونه ولېږل او په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال یې وژغورل. همداراز د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۲
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ اخیستو د ۱۰۷مې. . .

BACK TO NEWS