کابل او تاشکند په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډې همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۷:۳
کابل او تاشکند په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډې همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د ۱۴۰۳لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال محترم جمشید خوجه یوف سره په دوهمه ګډه ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان او ازبیکستان ملتونه دیني، تاریخي، کلتوري او قومي مشترکات لري او دغو بنسټیزو مشترکاتو د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خورا مثبت اغېز کړی دی. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي او اړتیا ده چې دواړه لوري یې د لا پراختیا په موخه ګډ کار وکړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ازبیکستان د مرکزي بانک له لوري د بانکي انتقالاتو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د افغانستان بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې په برخه کې د ازبیکستان پر همکارۍ، په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د دواړو هېوادونو له ملي پولي واحدونو څخه پر استفادې، په سرحد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي سیسټمونو پر ژر وصل، د ګډ بازار لپاره د توکو په انتقال کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو،  د افغان سوداګرو پر وړاندې د سوداګریزو اجازه نامو له منځه وړلو، هغوی ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د سهولتونو پر رامنځته کولو، له ازبیکستان سره د هایدرو کاربونونو او کانونو په برخه کې د شویو توافقنامو عملي پيل باندې ټینګار وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ازبیکستاني لوري وغوښتل څو د ۵۰۰  کیلو ولټ برېښنا مزي او افغان – ټرانس پروژې عملي چارې ژر پيل کړي. اسلامي امارت په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. همدارنګه محترم ملا صاحب ازبیکستاني پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته راوبلل او هغوی ته یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشید خوجه یوف په ذکر شوو برخو کې د ازبیکستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او وویل، تاشکند په ټولو اقتصادي برخو کې له کابل سره د ګډ کار کولو لېوالتیا لري.

د یادونې وړ ده چې د سوداګرۍ، ترانزیټ، د کانونو او صنعت په برخه کې د پانګونې، په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا او جوړولو، بانکي همکاریو او یوشمېر نورو اقتصادي برخو کې به د دواړو لورو  تخنیکي کمېټې خپل کار ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS