چین: ژر به د مس عینک د استخراج کار پيل کړو

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۲:۱۴
Mes Aynak

نېټه: د 2022 کال د مارچ 24مه

د رياست الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل هيئت په چهارچنار ماڼۍ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير "وانګ يې" او ورسره پلاوي سره وکتل. محترم ملاصاحب وويل، چين او افغانستان خپل منځ کې ښې تاريخي اړيکې لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو لا پراختيا غواړي. هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه، د ا.ا.ا. چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو په اړه اطمينان ورکوي، چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

ښاغلي وانګيې په افغانستان کې له سرتاسري امنيت ستاينه وکړه او ویې ويل،چين چمتو دى چې له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې لا  پراخې او  دلته د کانونو د استخراج، د اقتصادي زونونو د جوړولو او انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه وکړي.

د چين  د بهرنيو چارو وزير همدا راز زياته کړه، چې ژر به د مس عينک کان د استخراج کار هم پيل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS