ملا عبدالغني برادر اخوند د متحده عربي اماراتو د زندان څخه له آزاد شوو افغانانو سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۶
83

نېټه: 2022، اګسټ 6مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند له هغو آزاد شویو افغانان سره وکتل چې په متحده عربي اماراتو کې بندیان وو او نن خپل هېواد ته راستانه شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یادو افغانانو پر آزادېدو خوشالي څرګنده کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې دلته به ورته د کار زمینه برابره کړي. دغه افغانان چې له ډېر وخت راهیسې په متحده عربي اماراتو کې بندیان وو، له ملا عبدالغني برادر اخوند مننه وکړه چې له پرله‌پسې هڅو وروسته یې دوی راخوشي کړل او نن بېرته خپلو کورنیو ته ستنېږي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس الشيخ محمد بن زايد آل نهيان دغه اقدام له افغانان سره حسن نیت ګڼي او ترې مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS