ملا عبدالغني برادر اخوند د اهل تشیع له علماوو او مشرانو سره ولیدل

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۳:۳۷
Shia Elders

نېټه: د 2022 کال د مې 28مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون تر غرمې وروسته د اهل تشیع  له یو شمېر علماوو، مشرانو او قومي مخورو سره ولیدل. په دغه ناسته کې، چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سولې او آزادۍ د ټولنې مشر استاد عطاءالله صادق شاغاسي او د اهل تشیع د علماوو او متنفذینو د ټولنې رئیس سید حسن فاضل‌زاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې. ښاغلي فاضل زاده د سولې، امن او خود اراديت په اړه وينا وکړه او زياته يې کړه، چي موږ تل د اسلامي امارت ملاتړ کړی او کوو يې او مونږ هغه ټولې کړنې او هڅې حرامي بولو کومې چې د موجوده اسلامي نظام د کمزوري کولو لپاره يې ځینې کړۍ کوي.

نوموړي اسلامي امارت په افغانستان کې د مېشتو قومونو تر منځ د اتحاد او يووالي مرکزي هسته ياده کړه او ویې ویل، چي علماوو تل په شيعه مېشتو سيمو کې د هر راز شورش او ناامنيو مخه ډپ کړې ده .

همدارنګه ډاکټر صادق شاغاسي وويل: بن کنفرانس د هېواد د اشغال، قومي او سمتي تعصبونو د زيږېدلو وثيقه او بالعکس د دوحې تړون بيا د هېواد د آزادۍ او قومونو تر منځ د يووالي او ورورولۍ وثيقه بللای شو. پخواني قومي ټيکه‌داران او هغه استخباراتي کړۍ نورې دلته ناچلې دي، چي د ولسونو په وېشلو کي يې خپلې ګټې ساتلې. راغلو مشرانو ځينې طرحې او وړانديزونه هم درلودل چي په ليکلي بڼه يې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شريک کړل .

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دغو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او آبادول یې هم د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی، د افغانستان اسلامي امارت دریځ واضح دی، د قدرت انحصار نه غواړي. د اسلامي امارت دروازه د افغانستان د هر وګړي پر مخ خلاصه ده هر څوک چې افغانستان او افغانانو ته خدمت کوي موږ یې هرکلی کوو. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، د هېوادوالو هوساینه او اقتصادي ثبات د حکومت له مهمو پروګرامو او لومړیتوبونو څخه دي تر څو وکولای شو، چې په لنډ مهال کې اقتصادي وضعیت ښه کړو، خلکو ته د کار زمینه برابره او ورسره به ملي عواید زیات شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS