محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په توګه  کابینې ته ور وپېژندل شو

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۴۱
introduction

نېټه: د 2022 کال د فبروري 6مه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په توګه نن د کابینې غړو، اقتصادي وزارتونو او ټولو مستقلو دولتي شرکتونو ته ور وپېژندل شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال د هیواد د اقتصادي ودې لپاره هېڅ بنسټیز کار نه‌‌ دی شوی او د پراخ فساد له امله یې سخته ضربه لیدلې.» ملاصاحب زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي بیارغونې لپاره له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ کار کوي او کوښښ کوي چې نور افغانستان پر خپل ځان بسیا واوسي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې وویل: «د افغانستان اسلامي امارت د ټولو اقتصادي پروژو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې فساد له منځه یوسي.»

 یادې غونډې ته د کانونو او پترولیم وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور وویل: «افغانستان د کانونو له پلوه غني هیواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په ښه ډول دغه کانونه استخراج او د هیواد په اقتصادي بیارغونه کې ترې کار واخلي.»

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS