د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سیمې او نړی هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۰:۴۱
04

د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سیمې او نړی هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د معاصرې نړۍ په اقتصادي مسائلو کې منطقوي اقتصاد یو نوی بحث دی او داسې مهم مورد دی چې له اهمیت څخه یې هېڅوک سترګې نشي پټولی. په منطقوي اقتصاد کې د یو واحد هېواد پر ځای په یوه سیمه کې شامل، د بېلابیلو هېوادونو جغرافیایي، اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیکو ځانګړنو ته کتنه کیږي او د یادو مواردو له مخې یوه سیمه د بلې سیمې سره خپلې اقتصادي اړیکې تنظیموي. محترم ملا صاحب زیاته کړه:« دا الزامي ده چې موږ او تاسو خپل سیمه‌ییز سیاستونه داسې تنظیم کړو چې له مخې یې زموږ د سیمې د هېوادونو امنیتي، اقتصادي او بشري اندېښنو او اړتیاوو ته ځواب وویل شي او افغانستان تر هر بل وخت، د ترانزیټ، سوداګرۍ، پانګونې، منطقوي وصل او سیمه‌ییزو همکاریو له پاره په یو مأمون او مناسب هېواد بدل شوی دی د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، افغانستان د طبیعي زیرمو، کرنیزو محصولاتو او غالیو د صنعت له اړخه د پانګونې او تجارت باالقوه ظرفیتونه لري او محصولات یې د دنیا په بازارونو کې خاص ځای لري. محترم ملا صاحب وویل، دوی د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په صفت د جنوبي اسیا پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې افغانستان مرکزي اسیا ته د دوی د تجارتي اموالو له پاره د ترانزیټ او انتقال اړوند هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او کولای شي په پوره او ډاډمن امنیت کې خپل اموال د مرکزي اسیا بازارونو ته واستوي. نوموړي د نړۍ له ټولو پانګوالو څخه وغوښتل چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان له خلکو سره په ګډه خپل مشروع اقتصادي او تجارتي اهداف تر لاسه کړي. د یادونې وړ ده په یاد نندارتون کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی او څلور ورځې به دوام وکړي. په دې نندارتون کې له افغانستان څخه ۹ سوداګریز شرکتونه برخه لري چې افغاني محصولات لکه زعفران، غالۍ، قيمتې ډبرې او ټغر یې په ۱۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS