د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ګټونکو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د ۷ لویو کانونو قراردادونه لاسلیک شول

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۶:۱۳
شرکت صنعتی تویار

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن پنجشنبه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او ګټونکو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د ۷ لویو کانونو قراردادونه لاسلیک شول. په دغو قراردادونو کې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه شامل دي، چې وطن درخشان شرکت ته چې آذاران صنعتي سازه ایراني شرکت یې ونډوال دی د لومړي بلاک؛ ساحل شرق میانه شرکت ته چې دره نور افغاني او ايپکول ترکي شرکتونه یې ونډوال دي د دوهم بلاک؛ شمش ملي شرکت ته چې GBM او AD Resources انګليساتي شرکتونه یې ونډوال دي د درېیم بلاک؛ باختر فولاد شرکت ته چې احیای سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونه یې ونډوال دي د څلورم بلاک؛ افغان انوېسټ شرکت ته د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو او جستو کان د یو بلاک؛ چینا-افغانستان شرکت ته چې افغانستان زړور شرکت یې ونډوال دی د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د سمتي سرو زرو کان او توریا خصوصي شرکت ته د لوګر ولایت د دوهم مس عینک کان قراردادونه ورکړل شول. د یادولو وړ ده چې د یادو ۷ قراردادونو د چارو ترسره کولو لپاره په مجموعي ډول ۶ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره پانګونه کېږي، چې زرګونو کسانو ته به کاري زمینه مساعده او د هېواد په اقتصادي وضعیت کې به د پام وړ ښه والی ورسره راشي. ان شاءالله

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS