د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۲:۴۹
03

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د  قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخو کې په همکارۍ خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو یادونه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو تقویت یې مهم وباله. نوموړي له قرغیزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. د قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې په بشپړ امنیت خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته په اشارې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS