د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره وشوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۸:۴۶
5U2A7075

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹مه د یکشنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکلو موضوعاتو بحث وشو. په یاده نوبتي ناسته کې د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ پر جوړولو تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ او اقتصاد وزارت په سکرتریت دې د اقتصادي کمېسیون له غړیو وزارتونو او ادارو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه او د ټولو امارتي ادارو کړنلارو او پلانونو ته په کتو دې د یادې ستراتیژۍ مسوده نهایي او د منظورۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت استازي په ګډون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کجکي بند اړوند د استملاک شویو ځمکو د چارو عملي کېدو، د پاتې ځمکو استملاک او د بند په کاسه کې د رسوباتو د پاکولو د امکاناتو ارزونې په موخه دې سیمې ته سفر وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.  همدارنګه په یاده ناسته کې د افغانستان بانک په مشرۍ د مالیې او کانونو او پټرولیم وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د زرګرانو اتحادیې له استازو سره په ګډه له هېواد څخه د سرو زرو قاچاق د مخنیوي په موخه هر اړخیزه څېړنه ترسره او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي. د غونډې په پای کې د بې کیفیته او غیر قانوني درملو د ورود او قاچاق د مخنیوي کړنلاره منظوره شوه. د دغې کړنلارې د پلي کولو لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، ملي دفاع، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست د مرستیالانو په کچه یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې دغه کړنلاره له منظورۍ وروسته پلې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

BACK TO NEWS