د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۴
5U2A0544

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل – شانګهای هوایي دهلېز پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وویل، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او زموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي، مننه ترې کوو. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، نن چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پرمختګ په لور روان دی دا د سوداګرو او صنعت‌کارانو د هڅو پایله ده او دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پر بهبود نړۍ هم اعتراف کوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی، له همدې امله په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د  ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره  د متقابل احترام او تعامل پربنسټ ښې اړيکې غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو سپکاوی دوی ته د منلو وړ نه دی او دغه راز یې له یادو هېوادونو څخه د متقابل احترام غوښتنه وکړه. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خبرو په پای کې وویل چې په هرات کې د رامنځته شوې زلزلې او د اوښتو ځاني او مالي زیانونو د څېړنې او د حالاتو د نېږدې کتلو په موخه به یاد ولایت ته سفر وکړي. همدارنګه له پانګوالو او شتمنو هېوادوالو یې غوښتنه وکړه چې په دې سخت حالت کې دې د هرات او شاوخوا ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS