د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت نوی فصل دی

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۲۶
164e4238-c6c6-4672-bba2-7eb11487c

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په اتمه نېټه د ازبیکستان هېواد په رسمي بلنه د دغه هېواد ترمذ ښار ته سفر وکړ او هلته یې «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ. د دغه سفر پر مهال له محترم ملا صاحب سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نورالدین عزیزي او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو هم ملتیا کوله.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې مراسمو ته وویل، نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز مرکز په پرانیستې سره د ګډو تجارتي اړیکو او سیمه‌ییزې همکارۍ په برخه کې یو ډېر اساسي ګام اخیستل کېږي. دغه مرکز به په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریز مناسبات او کاري فرصتونه لا زیات کړي، د تولیداتو او محصولاتو لپاره به نوی مارکېټ پیدا او په ټوله کې به ورسره اقتصادي وده ګړندۍ شي.  محترم ملا صاحب زیاته کړه، دا یوازې یو تجارتي مرکز نه دی؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت یو نوی فصل دی، چې د دواړو هېوادونو د اوسیدونکو لپاره د اوږدمهالې هوساینې او پرمختګ زمینه مساعدوي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه مرکز ارزښت ته په اشارې سره وویل، د یاد مرکز په پرانیستې سره به د محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو اسانتیاوې زیاتې او سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته به لاسرسی اسانه شي. دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو مثبت تاثیر وکړي، بلکې د سیمې په کچه به یو مهم اقتصادي مرکز او د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره یوه تجارتي دروازه هم واوسي. همدارنګه یاد سوداګریز مرکز به د تکنالوژۍ او نوښتونو په برخه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ ګډه همکاري هم پیاوړې کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، دا مرکز به افغان او ازبیک سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې اړینې اسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړي، څو د خپلو محصولاتو او تولیداتو د خرڅلاو لپاره مناسب بازارونه ومومي او د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې به فعاله ونډه واخلي. په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې له ټولو هېوادونو سره مناسبې متقابلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي او په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او صنعت او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره. . .

BACK TO NEWS