اقتصادي کمېسیون؛ د کابل ترافیکو ریاست عواید دې بېرته کورنیو چارو وزارت ته جمع شي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۴:۴۲
Trafic

نېټه: د 2022 کال د مارچ 27مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې «د مکروریانو دمراقبت او ساتنې دولتي شرکت» دې د اونکس شرکت اړوند د عزیزي پلازا ودانۍ او په مکروریانو کې د جلا جوړو شوو B1 او B2  بلاکونو د کانالیزاسیون لګښت چې في مترمربع ۱۰ افغانۍ دی،له دې وروسته ۶ افغانۍ واخلي.

همدا راز د یاد کمېسیون لخوا د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر پوله د ګډ ګمرک جوړولو موضوع د ښارجوړونې وزارت ته وسپارل شوه، څو یې په اړه هر اړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

یاد کمېسیون همدارنګه پرېکړه وکړه چې د کابل ترافیکو ریاست عواید چې مخکې د کابل ښاروالۍ بودیجې ته جمع کېدل، بېرته د کورنیو چارو وزارت عوایدو ته جمع او که کابل ښاروالي د بودیجې له کسر سره مخ شي، د یاد کمېسیون د هدایت پر اساس به مالیه وزارت ورته بودیجه ځانګړې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS