د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۷:۴۲
WhatsApp Image 2023-02-01 at 5.36.51 PM

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې کانونو او پټرولیم وزارت دې د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ د سمتي سیمې سرو زرو کان آزادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي. همدا راز د اقتصادي کمېسیون له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارښتنه وشوه څو له هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند جوړولو قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا فسخه کړي او د یاد بند د سروې، ډیزاین او ساختماني چارو کارونه دې آزادې داوطلبۍ له لارې مخکې یوسي. همدارنګه په یاده ناسته کې د مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، اقتصاد وزارت، چارو ادارې لوی ریاست او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له استازیو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د دولتي شرکتونو په اړه د ا.ا.ا د مشرتابه عالي مقام، ریاست الوزراء محترم مقام، کابينې او اقتصادي کمېسیون ټول حکمونه او پرېکړې په هر اړخیز ډول وڅېړي. یاده کمېټه دې د دولتي شرکتونو قانون، جوړښت، مدیریت، نظارت او نورو اړوندو اړخونو ته کتنه وکړي او دا دې جوته کړي چې د دولتي شرکتونو اوسنی جوړښت مؤثر دی او که نه. نوموړې کمېټه به په دې اړه هر اړخیزه طرحه برابره او اقتصادي کمېسیون ته به یې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS